د نورستان په ځنګلونوکي دڅلورو ورځو راهيسي اوربل سوی

د نورستان په ځنګلونو کي اورلګېدني لسګونه جریبه ځنګل سوځولی.
د نورستان ولایت د برګ مټال ولسوالۍ په “نیک موک” غرنۍ سیمه کي اور لګېدلی، چي له امله یې نږدې ٦٠ جریبه ځنګل سوځېدلی.
ويل کېږي دغه اور څلور ورځي مخکي لګېدلی و او لا هم نه دی مړ سوی.
د نورستان ولایت د چاپیریال ساتني ریئس وايي، چي د اورلګېدني مهارولو لپاره د نورستان د کرني او چاپېریال ساتني ریاستونو او ولسي خلکو له لوري ګډې هڅي رواني دي.
تر دې وړاندي هم د نورستان او ور څېرمه کونړ ولايت په ځنګلونو کي اورلګېدني رامنځته سوي او د امکاناتو د نشتوالي له امله په سلګونو جریبه ځنګلونه سوځېدلي.