د نړیوال بانک ګروپ د افغانستان له خلکو سره د مرستو بل پړاو اعلان کړ

په دي پړاو کي به د نړیوالې پراختیا اتحادیې څخه د ملګرو ملتونو ادارو او نورو عامه نړیوالو سازمانونو ته د مرستې له لارې فنډونه ځای په ځای کړې ، دا مرستي به په ټول هیواد کې د لومړنیو خدمتونو ملاتړ ته دوام ورکړې، په ځانګړې توګه هغه اداري او مؤسسات چې د ښځو لاسنيوی کوې او د طالبانو له کنټرول څخه بهروي

د نړیوال بانک ګروپ د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د افغانستان سره تر ۱.۵ ميليارد ډالرو زياته مرسته کړي چې په تېرو دوو کلونو کې یې له ۲۵ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د بشرې مرستو له لارې ګټه رسولي او د خوراکې توکو، اوبو، روغتیا، ښوونې او روزنې او دندو په شان اړینو خدمتونو ملاتړ يې کړی.

د نړيوال بانک ګروپ استازي ويلي چي په دي پړاو کې به د اصولي تګلاري څخه کار اخلې او ددي مرستو مرکزي برخه به ميرمني وي ، زياته کړي يي ده چې داسې پروژي به عملې کړې چې د ښځو له لاري عملې شې او همدا ډول دښځو لپاره ګټورې وې