د نړۍ اووه سترو صنعتي هیوادونو د غزې په تړانګه او لبنان کي د یوه هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې ده

د نړۍ دې سترو اقتصادي قدرتونو پرون په برازیل کي د خپلي سرمشریزي په پای کي د یوې ګډي اعلامیې په خپرولو سره د هغه طرحي په اساس چي متحدایالتونو وړاندي کړې، د اسراییلي برمته‌و د خوشي کېدو په بدل کي په غزه کي د دایمي اوربند لپاره ږغ کړی.
دوی همداراز په لبنان کي د داسي یوه اوربند غوښتنه کړې چي په نتیجه کي یې د اسراییلو د سرحد په دواړو غاړو کي خلک په خوندي ډول خپلو مېنو ته ستانه سي.
حزب‌الله چي ایران یې ملاتړ کوي، هم پوځي او هم سیاسي څانګي لري او د لبنان د جنوب سیمي یې په ولکه کي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *