د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کي په رڼا ورځ غله موټرسیکلان غلا کوي

دغه ویډیو چي د دلارام د بازار د امنیتي کیمرو څخه ترلاسه سوې ده پکښي ښکاري چي غل موټر سیکل غلا کوي او د سیمي څخه تښتي.
د یادوني وړ ده چي تېره شپه هم وسلوالو غلو په دلارام ولسوالۍ کي د حیات الله په نوم کس کور ته د غلا له پاره ورغلي او حیات الله ئې په خپل کور کي وژلی وو. ولس له ط…البانو څخه د غلاو د کنترول او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.