د هرات د زندان څخه ۲۲۰ زندانيان د لوی اختر په مناسبت ازاد سوي

د هرات ولایت د‌ زندان څخه ۲۲۰ تنه، چي پکښي ۲۳ ښځي او ۳ ماشومان شامل دي، د لوی اختر په مناسبت ازاد سوي دي.
دغه کسان چي د بېلابېلو جرمونو له امله نيول سوي وه، خپل د بنده يو څه موده ئې تېره کړې وه، د ط..البانو د مشر م.لا هيب..ت الله د فرمان په اساس د لوی اختر په مناسبت د‌ جمعې په ورځ ازاد سول.
بايد وويل سي، چي اوس مهال هرات په زندان کښي ۲۷۰۰ کسان، چي ۳۰۰ ئې ښځي دي، د بېلابېلو جرمونو له امله په بند کښي شپي او ورځي سبا کوي.