د هرات سيلو چي شاوخوا يوه نيمه پيړۍ مخکي جوړه سوي، اوس ئې وسايل او ماشينري خرابه او دغه سيلو د تړل کېدو د ګواښ سره مخ ده.
د هرات د سيلو مسؤلين وايي، چي د هرات په سيلو کي د غنمو ذخېره کول او ډوډۍ پخولو دنده ئې مخ ته وړل، چي د يوه کار راهيسي په دغه سيلو کي د ډوډۍ پخول بند سوي او کارکوونکي ئې د ۱۷۰ تنو څخه ۱۲ تنو ته راغلي دي. د دغه سيلو رئیس احمد ثابت وايي که چيري ط…البان د هرات سيلو بیرته فعالو په برخه کي کار ونه کړي امکان دي ولري، چي ډېر ژر دغه سيلو وتړل سي او کارونه ئې پرمخ ودرېږي.
د ثابت په وينا چي د غنمو د ذخېري په برخه کي هم کموالی راغلی او يوکال مخکي ئې د دولتي ادارو سره د پخي ډوډۍ قراداد هم درلود مګر هغه قراداد اوس شخصي سکټور اخېستي او د سيلو د ډوډۍ پخولو برخه تړل سوې ده.
د هرات سيلو چي د غنمو او اوړو زېرمه کولو، ژرندې او ډوډۍ، کیک او کلچو پخولو درې برخي اوس يوازي په دغه سيلو کي يوه برخه د غنمو د ذخېزه کولو ده فعاله ده او نوري برخي ئې تړل سوي دي.