د هرات د والي مرستيال حياتالله مهاجر فراهي وايي، چي دغه نندارتون د هرات زعفرانو د معرفي او بازار موندني په موخه جوړ سوی دی.
ښاغلي فراهي دا هم وویل چې، دا بریا د کروندګرو د پرلهپسې هڅو پایله ده او د افغانستان په ځانګړې توګه د هرات ستر اقتصادي او کرنیز ظرفیت څرګندوي.
د هغه په وينا، د افغانستان زعفران د کيفيت له پلوه د نړۍ په بازارونو کي لومړى مقام لري او د افغانستان زراعت په ځانګړې توګه هرات دی.
تر دې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان کړی وو، چي افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کي د ۷۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۳۵ ټنه زعفران صادر کړي دي.