د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي ویلي چي دا پېښه پرون د هرات – اسلام کلا پر لاره د یوې ټکسي د چپهکېدو له امله سوې ده.
د مسوولینو په وینا چي په دې موټر کي سپاره د ایران له مشهد څخه هرات ښار ته روان وو.
دا په داسي حال کي ده چي پرون د وردګو په سیدآباد کي هم د ترافيکي پېښي له امله درې کسان مړه او اووه نور ټپيان سوي وه.
د ځایي سرچینې د معلوماتو له مخي چي دا پېښه د سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې اړوند شش کلا سيمه کي د کابل_ کندهار پر لویه د ټوډي او سراچې ډوله موټرونو د ټکر له امله سوې ده.