د هرات ولايت د پوليسو له خوا دوه تنه د قتل په تور ونيول سول

د هرات امنيې قوماندانی د اتمې امنيتي حوزې منسوبينو دوه تنه هغه کسان ونيول چې څه وخت مخکې يې د دغې حوزې يو اوسيدونکى وژلى و او تښتيدلي وه

‏دغه راز د نيول سويو کسانو دوسيې به په رسمي توګه تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل سي