د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کي پر لمونځ کوونکو برید سوی

ځیني سرچینې وایي، د هرات په ګذره ولسوالۍ کي وسله والو پر لمونځ کوونکو برید کړی چي په ترڅ کی یې یو دیني عالم او ۵ تنه نور لمونځ کوونکي وژل سوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي دغه برید د ماښام د لمانځه پر مهال د دوو موټر سایکل سپرو له خوا سوی او پر مهال یې د ښځو په ګډون ځیني کسان ټپیان سوي هم دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چي برید د چا له خوا سوی او نه یې هم کومي ډلي په اړه څه ویلي دي.
د هرات چارواکو هم د دغه برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.