د هرات په ګمرک کي د اورلګېدني له امله درانه مالي زیانونه اوښتي دي

د هرات په ګمرک کي نن د رخصتۍ په ورځ په هغه برخه کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې چیري چي بار وړونکي موټرونه دریږي.

د لومړنیو معلوماتو له مخي په دې اورلګېدنه کي تر ۴۰ پوري موټرونه سوځېدلي او د سلګونو میلیونه افغانیو زیان هم اوښتی دی.

په دغه ګمرک کي د سوځول سویو مالونو څښتنان وایي، نه پوهیږي چي د اورلګېدني لامل څه وو خو خلکو ته لوی زیان رسېدلی.

چارواکو هم د اورلګېدني په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.