تېره ورځ د هرات پوهنتون د ایکس پاڼي څخه په نشر سوې خبر پاڼه کي راغلي چي د ط.الب ملایانو په رهبرۍ د هرات پوهنتون ادارې وکولای سوای چي له خپلو استادانو او محصلينو شاوخوا 500 زره افغانۍ د فلسطين د غزې له پاره د کمک په شکل راجمع کړي.
د خبر پاڼي په حواله چي یاده مرسته یې د لوړو زده کړو وزارت ته سپارلې تر څو د غزې تر خلګو یې ورسوي.
دا په داسي حال کي چي په کنړ کي د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۰۰ کسانو ته لوړ سوی او لا هم خلګ د امکاناتو او مرستو د نه شتون له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.