د هرات- کندهار د ریللاري د سروې او ډيزاین کار پيل سو

د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ د هرات – کندهار د ریللاري د سروې او تفصیلي ډیزاین کار پيل کړ.
دغه وزارت وویل، چي د دې ۷۳۷ کیلومتره ریللاري پر جوړېدو به ۲۶۴ میلیون افغانۍ ولګېږي او کار یې به یې تر راتلونکو اته میاشتو بشپړ سي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وايي، چي د هرات-کندهار د ریللاري د جوړولو پروژه پیل سوې او تمه ده چي دا کار په ټاکلې موده کي پای ته ورسیږي.
د دې پروژې له بشپړېدو سره به ایران او د منځنۍ آسیا هیوادونه د ترکمنستان له لاري هرات ته او بیا پاکستان او کراچۍ بندر ته وصل سي.
د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د دې پروژې د پیل په مراسمو کي وویل، چي دا پروژه افغانستان د مځکي له لاري له نړۍ سره نښلوي.
د افغانستان له لاري د ریلګاډي په وسیله د ازبکستان او پاکستان د نښلولو د پروژې موافقه په ۲۰۱۸ کال کي د افغانستان د پخواني حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک سوه.