د هرات ګمرک یو مامور او څلور نور کسان د مالي فساد او غلا په تور نیول سوي دي

چارواکي وایي، د هرات ګمرک د ګدامونو څانګي یو تن مامور، درې تنه کاریګر او د یوه سوداګریز شرکت یو تن کارمند د همدې شرکت د سوداګریزو توکو د غلا او مالي فساد په تور نیول سوي دي.
د هرات ګمرک مطبوعاتي دفتر ویلي، چي یاد مامور او ورسره درې تنه کاریګرو د اړوند سوداګریز شرکت د کارمند په لارښوونه د پیسو په بدل کي د شرکت له وارداتي توکو څخه یوه اندازه قیمتي اجناس غلا کړي وه.
د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي له دې موضوع څخه د ګمرک مسوولین خبر سوي وه او ټول تورن کسان یې ونیول او هغوی پر خپل جرم اعتراف هم وکړ.
ویل کیږي چي یاد کسان د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل سوي دي.