د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدير نامعلومه وسله والو وژلی

د هلمند ولايت څخه محلي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شنبې په ورځ نامعلومه وسله والو د دغه ولايت د نادعلي ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدير وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي دغه ط..الب م.لا ضمير نومېدی او د شنبې په ورځ د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ولي کریم هدیرو په سیمه کي نامعلومه وسله والو وژلی او بريدګر د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
تر اوسه پوري د دغه ط..الب وژل کېدل کومي ډلي په رسمي ډول باندي په غاړه نه دي اخيستی او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.