د هلمند مسوولین: خبریالان دي په ټولنیزو رسنیو کي هغه فعالیتونه تر سره کړي چي د اصولو سره برابر وي

د هلمند ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو سره د ۱۴۰۲ هـ ش کال وروستۍ د همږغۍ غونډه تر سره سوه.
د هلمند ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست پر ایکس پاڼه لیکلي چي په دې غونډه کي د ځینو دولتي مسوولینو تر څنګ ګڼ شمېر خبریالانو ګډون درلود.
په دغه غونډه کي د ولایت مقام ویاند ریاض هلمند مېشتو خبریالانو او رسنیو مسوولینو ته د اصولو په چوکاټ کي د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی.
هغه زیاته کړې چي له خبریالانو سره پوره همکاره دي خو له ټولو خبریالانو یې غوښتنه کړې چي په ټولنیزو رسنیو کي هغه فعالیتونه تر سره کړي چي د اصولو سره برابر وي.
په دې غونډه کي خبریالانو هم دا ډول غونډي د همږغۍ لپاره مهمي بللي او ویلي دي چي ټول فعالیتونه د اصولو سره سم تر سره کوي.