د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ، چي يوه مياشت مخکي پيل سوي وې، د پامير لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د يادو سياليو پايلوبه د پامير او رهبر لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کي پامير لوبډلي سيالي لوبډلي ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.