د هلمند په باغران ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يو کس وژلی

د هلمند ولايت څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په باغران ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي دغه کس لومړی ويشتل سوی او بیا ئې جسد په يوه لېري ساحه کي ايښودل سوی و، چي د ط..البانو له خوا ئې جسد موندل سوی.
د هلمند ولايت ط..البانو هم ياده پېښه منلې او په خبره ئې چي دغه کس د کورني جنجال له امله وژل سوی او دوی ئې په اړه څېړني کوي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.