د‌ هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي وسله والو غلو يو ځوان وژلی

د هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ وسله والو غلو په نادعلي ولسوالۍ کي غوښتل چي د يو ځوان څخه څلور زره افغانۍ واخلي؛ چي هغه ئې د ورکولو څخه ډډه کړې، وسله والو غلو هغه ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان يو غريب سړی و او په لښکرګاه ښار کي ئې مزدوري کول، چي وسله والو غلو د څلور زره افغانۍ په بدل کي وژلی او پيسې ئې ورڅخه وړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي وسله والي غلاوي زياتي سوي، خلګ د ط.. البانو څخه د سله والو غلو د کنټرول غوښتنه کوي؛ خو ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.