د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، د ګرشک والسوالۍ په بازار کي د ښاروالۍ د مامورینو او دوکاندارانو ترمنځ د لفظي شخړي پر مهال تاوتریخوالی رامنځ ته سوی او څو تنه دوکانداران د لرګیو په وهلو کي ټپیان سوي.
د هلمند ولایت مسوولین هم د دوکاندارانو او ښاروالۍ د مامورینو تر منځ شخړه مني خو وايي، د وسلو ډزي نه دي سوي او نه څوک ټپيان سوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وايي، د ګرشک ولسوالۍ مسوولینو د غنمو په یوه مارکېټ کي د تهجایي پیسې له دوکاندارانو څخه ټولولې چي د دوکاندارانو او ښاروالۍ د ټېکه دارانو تر منځ لفظي شخړه راغلې.
د هغه په وینا، دوکانداران د لرګیو سره د ښاروالۍ ودانۍ ته د لاریون په توګه ورغلي او د لاریون د مخنیوي په موخه د امنیتي کسانو سره په شخړه کي ۵ تنه سطحي ټپيان سوي بل چاته کوم زیان نه دی رسېدلی.
وحدت د دوکاندارانو هغه ادعاوي په کلکه رد کړې چي ګواکي لاریون کونکي په ټکانو ټپیان سوي دي.
هغه زیاته کړه، امنیتي کسانو هوایي ټکان کړي تر څو دوکانداران د ښاروالۍ ودانۍ ته ولاړ نه سي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال وویل، دغه موضوع بیرته د ښاروالۍ او دوکاندارانو تر منځ حل سوې او اوس کومه ستونزه نسته.