د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د خوني نړېدو له امله یوه ښځه او یو کوچنی مړه سوي

چارواکي وایي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي تېره شپه جمعه د اورښتونو له امله په یوه کور کي خونه نړېدلې چي دریو تنو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، په دې پېښه کي یوه ښځه او د هغې کوچنی زوی مړه سوي او د ښځي خاوند ټپي سوی.
وړم شپه هم د هلمند په کجکي ولسوالۍ کي د سیلابونو له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه او درې نور ټپيان سوي وه.
په هلمند کي د ورستیو اورښتنو له امله خلکو ته د ځاني زیان تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.