د هند او افغانستان لوبه؛ هند وایي، افغان لوبډلي ته په کم نظر نه ګوري

د هند د کرکټ ملي لوبډلي روزونکی راهول ډراوېډ وایي، لوبډله به یې نن د افغانستان لوبډلي ته په کم نظر ونه ګوري.
فرانس پرېس د ډراوېډ په حواله ویلي، افغانستان د دغو لوبو په فارمټ کي یوه خطرناکه لوبډله لري او خپله وړتیا یې په نړیوال جام کي ښودلې ده.
ډراوېډ چي د هند پخوانی بېټسمن یا توپوهونکی دی، دغه څرګندوني داسي مهال کوي چي نن د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کي افغانستان او هند سره مخامخ کیږي.
افغانستان په ګروپي پړاو کي یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوانیوګیني ته ماته ورکړه، خو تېره دوشنبه یې د ویسټ اینډیز پر وړاندي ماته وخوړه.
د افغانستان بله لوبه راروانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله ‌دېش سره ده.