د هند او پاکستان ترمنځ په کشمیر کي نښته سوې ده

د هندي رسنیو د خبر له مخي  د جمعې په ورځ سهار د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د کشمیر اړوند د کنټرول د کرښې په اوږدو کي نښته سوې ده.
دغو رسنیو د یاد نښتي څخه د اوښتي زیان اړوند تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي هغه وخت خرابي سوې، چي د هند تر کنترول لاندي کشمیر کي وسلوالو ۲۶ تنه سیلانیان ووژل او یو شمېر نور ئې زخمیان کړل.