د هند د اوبو د ترانسپورټ کارګرانو فدراسیون: د اسراييلو وسلي به نور نه انتقالوې

د راپورونو له مخي د هند د اوبو د ترانسپورټ کارګرانو فدراسیون پريکړه کړي چي د اسراییلو یا کوم بل هیواد څخه چې په فلسطین کې د جګړې لپاره نظامي تجهیزات او د هغې د متحدینو کارګو اداره کولی شي د وسلو بارولو او انتقال څخه ډډه وکړي.

ياد فدراسیون، چې د هند په ۱۱ لویو بندرونو کې د ۳۵۰۰ کارګرانو استازیتوب کوي، ژمنه کړې چې په هر هغه بېړیو کې چې وسلې یې د اسرايیلو د اشغال په لور روانې وي، د کارګو له لېږدولو ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د اسرایيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځیانو ته ویلي چې په جنوبي ښار کې چې اوس د غزې د ټول نفوس نیمایي برخه لري د برید لپاره چمتووالی ونیسي.