د هند د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ډول افغانانو ته د ویزو د ورکړي بهير په رسمي ډول تائيد کړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول تائيد کړل، چي د افغانانو له پاره د ويزو د ورکړي سيستم ئې بېرته له سره پيل کړی دئ.
د‌ دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي د افغانانو له پاره د بیړنۍ ویزو سیسټم لغوه سوی او پر ځای ئې د ویزو د ورکولو نوی سیسټم ئې فعاله کړی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهیر جیسوال وايي چي دا نوی سیسټم د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۲۹ نیټې څخه پیل سوی او د ناروغانو، سوداګرو، زده‌کوونکو او د ملګرو ملتونو دیپلوماتیکو ویزو له پاره خدمات چمتو کوي.
نوموړي دا هم وویل چي هغه افغانان چې پخوانيو ویزو په کارولو سره هند ته تللي اړ دي، چي خپلي ویزي نوي کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *