د هند بهرنيوچارو وزارت وياند ویلي، چي د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کي د هند د بهرنیو چارو وزارت د استازي په مشري د دغه هیواد پلاوي د سرپرست حکومت له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د چابهار له بندره د افغانستان د ګټياخیستني په اړه خبري کړي دي.
د سرپرست حکومت مسوولین دې ته په اشارې سره چي افغانستان دا مهال له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ لپاره کار اخلي، وايي، د افغانستان د سوداګرۍ د ودي لپاره به له هري لاري او امکاناتو ګټه پورته کړي.
له چابهار بندره د افغانستان د ګټياخیستني خبري داسي مهال کېږي چي په دغه برخه کي ننګوني نهدي لیري سوي.