د هند په اندرا پردیش کي د درملو په یوه فابریکه کي د چاودني له کبله ۱۷ تنه مړه سوي او ۳۴ نور ژوبل سوي دي.

د ځايي پولیس مشرې ویلي، پلټونکي ګمان کوي پېښه د ګازو د یوې ډبې د چاودلو له کبله رامنځته سوې چي د برېښنا د فیوزونو یوې تختې ورسره اور اخیستی وو.

د پولیسو یو بل چارواکي ویلي چي په چاودنه کي ګڼ شمېر کسان په بیرونکي ډول په کیمیاوي موادو باندي سوځیدلي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د اېکس په ټولنیزه شبکه کي د پیښي له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

مودي د مړو سويو کسانو کورنيو ته د خسارې ورکولو اعلان کړی.

تېر کال هم په همدې ښارګوټي کي د درملو په یوه بله فابریکه کي د چاودني له کبله لږ تر لږه دوه کسان مړه سوي او پنځه نور ټپيان سوي وه.