د هند په ممبۍ ښار کي قونسلګرۍ د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکړی

په ممبۍ ښار کي د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ویلي، چي په هند کي دېره افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل سوې ده.

د نړۍ په ګڼو هیوادونو کي د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو د ورکړي اسانتیا نه‌لري.

په هند کي د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر داسي وخت ورکول کېږي، چي د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جي پي سینګ تېره اوونۍ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *