د هند په يوه روغتون کي د اورلګېدو له امله ۱۰ نوي زېږدلي کوچنیان مړه سوي

د هند د یوه روغتون د نوي زېږېدلو کوچنیانو په څانګه کي د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ نوي زېږېدلي کوچنیان مړه سوي او ۱۶ نور ژوبل سوي دي.
چارواکي وايي، د هند د اترا پردېش ایالت د جهانسي ښار په روغتون کي دغه اور پرون ډېر ژر په‌دې څانګه کي خپور سو، چي هلته د ۵۵ نوي زېږېدلو ماشومانو درملنه روانه وه.
د اورلګېدو علت تر اوسه نه دی معلوم سوی.
دغه پېښي د هند په روغتونونو کي د خوندیتوب د مقرراتو په باب پوښتني ولاړي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *