د هند ځانګړی استازی: غواړو د چابهار بندر له لاري دافغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړو

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کي د هند جمهوریت ځانګړي استازي جي پي سنګ د افغانستان د ګڼ شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي په دې لیدنه کي د افغانستان او هندوستان تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او د افغان سوداګرو د ویزو پر مسایلو خبري وسوې.
افغان سوداګرو هم د هند او افغانستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هیوادونو د اقتصادي پرمختیا لپاره ارزښتمنه وبلل.
دوی له هندي لوري څخه یې د دوه اړخیزي سوداګرۍ د ودې او پراختیا او په وړاندي د پرتو ستونزو د لیري کولو او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کي د اسانتیاوو راوستولو غوښتنه وکړه.
د هند ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چي د افغان سوداګرو مسایلو ته به جدي پام کوي او د پرتو ستونزو د لیري کولو او په ویزو کي د اسانتیاوو راوستولو ژمنه یې وکړه.
هغه په دوه اړخیزه سوداګري کي د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چي هند غواړي د چابهار بندر له لاري سوداګري او تجارت ته وده ورکړي.
له هند سره د چابهار بندر له لاري د سوداګرۍ پر پراختیا داسي مهال خبري کیږي چي له پاکستان سره د افغان سوداګرو په صادراتي او وارداتي برخه کي ګڼي ستونزي پرتې دي.