د هواپېژندني اداره: نن او سبا په ۲۲ ولایتونو کي د اورښت اټکل سوی دی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندني ادارې نن او سبا په ۲۲ ولایتونو کي د شدید اورښت او سیلابونو د راتلو اټکل کړی دی.
دې ادارې په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي د سالنګونو په ګډون به بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپسا، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او وردګ ولایتونو کي به شدید اورښت وي.
د هواپېژندني ادارې دا هم ویلي، چي په یادو ولایتونو کي د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ میلي مترو پوري اټکل سوې ده.
د هواپېژندني ادارې د اټکل له مخي د سالنګونو په ګډون په سویلي او مرکزي ولایتونو کي د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو امکان هم سته چي د سرعت کچه به یې په یو ساعت کي له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پوري وي.
په هیواد کي د سږ کال د اورښتونو له امله هیوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.