د هواپېژندني ریاست سبا او بل سبا د نسبتاً تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل کړی دی

د افغانستان د هواپېژندني ریاست سبا او بل سبا د افغانستان په زیاتو برخو کي د نسبتاً تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل کړی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندني ریاست پرون په یوه اطلاعیه کي ویلي، د سالنګونو په ګډون د شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو په بېلابېلو برخو کي به د بادونو سرعت په یوه ساعت کي له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پوري وي.

د غويي میاشتي له نیمايي د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه د سختو اورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل.