د ط..البانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني رياست د افغانستان په اتو ولايتونو کي د تيز باران او د سيلابونو د راوتلو اټکل کړی دئ.
دغه رياست د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کي ويلي، چي د باران او سيلابونو د راوتلو دغه وړاندوينه دجمعې په ورځ د نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پکتيا، خوست او د پکتيکا د ولايتونو اړوند سوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چي د باران اندازه په بېلابېلو سيمو کي د ۱۰ څخه تر ۳۵ مليمترو پورې اټکل سوې ده.
دغه راز همدې رياست ويلي چي د ختيځو، لوېديځو او مرکزي ولايتونو په ګډون، په سالنګونو کي د تېزو بادونو احتمال هم سته.