د هوا پېژندني ادارې په ۱۰ ولايتونو کي د شديدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

د ط..البانو تر واک لاندي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ادارې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ۱۰ولايتونو کي د تېزو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د دغه رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان‌وردګ، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولايتونو کي د تېزباران او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی. د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي د باران کچه د ۱۰ او ۳۵ ملي‌مترو ترمنځ اټکل سوې ده
یاد ریاست په شمالي، ختیځو، سوېلي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کي د شدیدو بادونو وړاندوینه هم کړې ده. خبرپاڼه ليکي چي په بېلابېلو سیمو کي د بادونو چټکوالی په ساعت کي د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ ښودل سوی دئ