د ط.البانو مشر هب.ت الله د خپلي ډلې د مختلفو ټاکنو خبر ورکړی چي په ترڅ کي یې د اطلاعات او فرهنګ وزیر خیر الله خيرخواه د میدان وردګ د والي په توګه ټاکلی،او د لغمان والي شیر احمد حقا.ني یې د اطلاعات او فرهنګ د وزیر په توګه ګمارلی دی.
د هب.ت الله له خوا د ط.لب چارواکو نوي لس ټاکني په لاندي ډول دي :
۱.د لغمان ولایت مخکنی والي شیر احمد حقا.ني؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د وزیر په توګه.
۲.د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخکنی وزیر خیرﷲ خیرخواه؛ د میدان وردګ ولایت د والي په توګه.
۳.د میدان وردګ ولایت مخکنی والي محمد بختیار معاذ؛ د لغمان ولایت د والي په توګه.
۴.د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکنی مرستیال محمد حافظ مجا.هد؛ د فراه ولایت د والي په توګه.
۵.د فراه ولایت مخکنی والي غوث الدین رهبر؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه.
۶.د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دوهمې پلي لواء مخکنی قومندان محمد نسیم عزت؛ د جوزجان ولایت د مرستیال په توګه.
۷.د کابل ښار دریمې امنیتي حوزې مخکنی آمر شیرعلي جند ﷲ؛ د پکتیا ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۸.د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان عبدالشکور بریالی؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پلي لواء د قومندان په توګه.
۹. د جوزجان ولایت مخکنی مرستیال نورالدین؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.
۱۰.د پکتیا ولایت مخکنی امنیه قومندان محمد عمر مخلص؛ د کابل ښار دریمې حوزې د آمر په توګه.
پر ټولینزو رسنیو یو لړ افغان فعالانو یادو ټاکنو ته په اشاره وایې چي د ط.البانو د چارواکو ټاکني همیشه د ملګرتیا او شخصي اړیکو پر اساس وي او یو بل ته یې د تحفې غوندي وړاندي کوي،او په اصل کي په ط.البانو کي هیڅ څوک هم د ورکړل سوي چوکۍ اهل او مستحق نه دی.