د هیواد په ځینو ولایتونو کي لا هم د اورښتونو او سېلابونو څپې اټکل سوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کي راغلي چي د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، دایکندي، بامیان، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب کي به اورښتونه دوام ولري.
په دې ولایتونو کي د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۰ میلي مترو پوري اټکل سوې.
د هواپېژندني اداره وايي، چي د باد سرعت به په یو ساعت کي له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پوري وي.
وروستیو اورښتونو او سېلابونو په ډېری ولایتونو کي خلکو ته مالي زیانونه رسولي او خلک د مرستو غوښتنه کوي.