د هیواد په ۱۵ ولایتونو کي د سېلابونو، تېزو بادونو او بارانونو اټکل سوی

د هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت د هوا پېژندني ادارې په ۱۵ ولایتونو کي د سېلابونو، تېزو بادونو او بارانونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.
دغه اداره وایي، په کابل، نورستان، لغمان، کونړ، میدان وردګو، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لوګر، خوست، پنجشېر، بدخشان، تخار، بغلان او پکتیا ولایتونو او سالنګونو کي د سختو اورښتونو او سېلابونو احتمال سته.
د هوا پېژندني ادارې وړاندوینه کړې، چي په بېلابېلو ولایتونو کي به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مترو پوري وي.
ویل کیږي چي دغه راز د سالنګ په ګډون په لوېديځو، سویل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کي په يو ساعت کي د ٥٠ څخه تر ٨٠ کيلومترو په سرعت د قوي بادونو امکان سته.