د واشنګټن د ګټو خوندیتوب؛ امریکا وايي له طالبانو سره تر تعامل بل غوره لاره نسته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، له طالبانو سره تعامل د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لاره ده.
وډانت پاټیل ویلي، له طالبانو سره تعامل نه یوازي دا چي د امریکا د ګټو د ساتني لپاره ښه دی بلکي د افغانانو د ملاتړ لپاره هم تر ټولو اغېزمنه لار ده.
د هغه په وینا، همدغه تعامل کولای سي د طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي او د امریکايي اتباعو د خوشي کېدو لپاره به یو فرصت هم وي.
پاټیل زیاته کړه، امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو له فرصته د هغو ژمنو د پخلي لپاره هم کار اخلي چي طالبانو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کي کړي دي.