د وانت وايګل ولسوالۍ اوسېدونکي: خپل د ولسوالۍ د‌ خلګو تر منځ بيلتون نه غواړو

د نورستان ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ اوسېدونکي د جمعې په ورځ د ط..البانو د هغي پرېکړي په غبرګون کي اعتراض کړی وو، چي ط..البان غواړي دغه ولسوالۍ په دوو برخو تقسيم کړي.
د هغوی په خبره چي ط..البان دي د دې ولسوالۍ د‌ولسونو ترمنځ نفاق ته لمن نه وهي؛ بلکي د خلګو د ويش پر ځای دي همدې ولسوالۍ ته پاملرنه زياته کړي او د لومړۍ درجې امتياز دي ورکړي.
هغوی وايي که دغه ولسوالي پر دوو برخو تقسيم سي نو دا په دې مانا ده، چي ط..البان په لوی لاس د دې سيمي د‌خلګو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.
بايد وويل سي، چي ط..البان غواړي دغه ولسوالي په دوو برخو پخواني وانت او نوي وايګل په نوم تقسیم کړي.