د راپورونو له مخي تېره ورځ په ننګرهار، پروان او پنجشېر ولایتونو کي د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چي خلکو ته یې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي او دا مهال خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
مسوولین وایي، چي د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کي تېره شپه د سېلابونو د راوتلو له امله یو کوچنی مړ سوی، ۲۰۰ کورونه زیانمن او سلګونه جریبه کرنیزه مځکه یې خرابه کړې ده.
د هیواد په ډيری ولایتونو کي د وروستیو بې موسمه اورښتونو له امله ګڼ شمېر کسان زیانمن سوي او غوښتنه لري د خوراکي توکو تر څنګ دي د نورو اړینو توکو مرستي ورسره وسي.