د وسله والو په برید کي لږترلږه ۱۰ پاکستاني ملېشه ځواکونه وژل سوي دي

د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کي د حکومتي ملېشه ځواک پر پوستې په برید کي لږ تر لږه لس ملېشه ځواکونه وژل سوي او ۲ ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په قول ویلي، برید تېر ماښام پیل سو او د شپې تر ناوخته پوري یې دوام وکړ.
امنیتي چارواکي وايي، د لومړنیو معلوماتو له‌مخي، لس ملېشه ځواکونه وژل سوي او دې ته په کتو چي د ټپیانو حال نازک دی، احتمال سته چي د تلفاتو شمېر ډېر سي.
تحریک طالبان پاکستان ډلي د دې برید مسوولیت منلی دی.
پرون د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چي، د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کي یې د ټي‌ټي‌پي د یوه قوماندان او دوو ځانمرګو په شمول ۹ غړي وژلي دي.