د ټایوان په زوروره زلزله کي لس تنه مړه او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان دي

په ټایوان کي نن چارشنبه په تېرو دوه نیمو لسیزو کي تر ټولو زوروره زلزله سوې چي له امله یې څو ودانۍ نړېدلي.
راپورونه وایي، د زلزلې له امله تر اوسه لس تنه مړه، تر ۷۰۰ ډېر ټپیان او ۷۷ تنه نور ورک دي.
د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۲ بلل سوی دی او ګڼي سیمي د څونامي له امله تر اوبو لاندي سوي دي.
دې زلزلې د ټایوان نږدې ټولي برخي زیانمني کړي دي، د دې ټاپو په جنوب کي یې ودانۍ نړولي او داسې سمندري توپان یې جوړه کړی چي د جاپان د جنوبي ټاپوګانو سواحلونه یې هم وړي دي.