د ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ترمنځ په هیواد کي د ډاډمن ټرانزیټ او پانګوني د جذب په موخه په باروړونکو موټرو کي د ځیرک قلفونو یا جي پي ایس لګولو تړون لاسلیک سو

دغه تړون نن چهارشنبه په کابل کي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د یوې خبري ناستي پرمهال لاسلیک سوی دی.

د دغه تړون له مخي، د خوندي او ډاډمن ترانزيټ، د پانګوالو جذب او هغوی ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه، په باروړونکو موټرو کي «جي‌پي‌اېس‌لاکر» لګول کېږي.

د ورکړل سویو معلوماتو پر بنسټ، (جي‌پي‌اېس‌لاکر) هغه برښنايي قلفونه دي چي د نړیوال موقعیت پیداکولو سېسټم (جي‌پي‌اېس) څخه په استفادې، په باروړونکو موټرو کي لګول کېږي او د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ټرانزیټ د ودي لامل ګرځي.

د مسوولیو په وینا، د دغه ملي او بنسټیزي پروژې د پلي‌کېدو چاري به په نږدې راتلونکي کي پیل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *