د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر مشرۍ لاندي یوه کمېټه وايي، په تېره یوه اوونۍ کي ۱۱۱۰ راستانه سوي کډوال په وړیا او خوندي توګه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول سوي دي

یاد وزارت په خپلې ایکس شبکې لیکلي چي د تورخم او سپین بولدک له بندرونو څخه یې ۱۶۷ راستنې سوي کورنۍ او ۹۲۸ کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي او تېره اوونۍ ۱۸۲ کډوال له کابل ښاره کندز، تخار، بلخ، پکتیا او غزني ولایتونو ته هم لېږدول سوي دي.

د تېر کال د نومبر په لومړۍ نېټه د پاکستان موقت حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چي د دوی په خبره، قانوني اسناد نه ‌لري اوایران هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.