دې ادارې په یوه خبرپاڼه کي ويلي چي دا اورښت سبا (جمعه) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پروان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پنجشير، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، اروزګان، هلمند، کندهار او زابل اټکل سوی دی.
د هواپېژندني ادارې د معلوماتو له مخي، په لوړو او سړو سيمو کي د واوري اورېدو امکان سته.
په خبرپاڼه کي دا هم ویل سوي چي د اورښت اندازه به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي له (۱۵ تر ۳۰) ملي مترو پوري وي، او په ۱۸ ولایتونو کي د سخت باران او سیلابونو د راوتلو اټکل سته.
د ویلو ده چي سږ کال د هیواد په بېلابېلو سیمو کي د اورښتونو له امله هیوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.