د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کي د اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی

دې ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کي د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال سته.

په مختلفو سیمو کي د اورښتونو اندازه د ۱۵ څخه تر۳۰ ملي مترو پوري اټکل سوې ده.

د خبرپاڼي له مخي په شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي د شدیدو بادونو احتمال سته چي سرعت یې ښایي په ساعت کي د ۵۰ څخه تر۸۰ کیلومترو پوري وي.

دا خبرداری داسي مهال ورکول کيږي چي په تېرو څو ورځو کي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي اورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه رسولي او له امله یې په ځینو سیمو کي لاري بندي سوي دي.