د ټرمپ حکومت امریکا ته د لپاره د سلګونو افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه کړي دي

په متحده ایالاتو کي د افغان کډوالو د بیا میشت کیدو د یوې ادارې مسوولین وایي، چي د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت د یوې پریکړي له کبله د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه سوي چي امریکا ته د تګ لپاره یې ټولي مرحلې بشپړي کړي وې.
د افغانانو د انتقال ایتلاف (AfghanEvac) مشر شان وانډیور د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هغوی چي پروازونه یې لغوه سوي یو شمیر یې د امریکا د پوځ د فعالو غړیو د کورنۍ غړي دي.
د ټرمپ حکومت یو چارواکي ویلي، چي نوی جمهور رئیس ښایي په یو اجرائیوي فرمان کي د څلورو میاشتو لپاره امریکا ته د کډوالو د راتګ پروګرامونه وځنډوي.
یو شمیر امریکایي چارواکو هم ویلي، په دې کسانو کي چي پروازونه یې لغوه سوي، د هغو افغانانانو کوچني ماشومان هم شامل دي چي وار له مخه په امریکا کي میشت دي.
ځیني نور یې د خطر سره مخ افغانان دي چي د طالبانو تر راتګ وړاندي یې د افغانستان د حکومت لپاره کار کړی.
د ټرمپ حکومت تازه پریکړي د زرګونو هغو افغانانو برخلیک هم د نامعلوم حالت سره مخ کړی چي لا هم په افغانستان یا پاکستان کي دي او په متحده ایالاتو کي د بیا میشت کیدو لپاره د کډوالو په توګه منل سوي دي.