د ټرمپ د مخالفت سربېره ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون پر ضد د مبازې ژمنه تازه کړه

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کي د نړۍ ګڼو مشرانو يو ځل بيا د اقليم د بدلون پر ضد د مبارزې ژمنه تکرار کړه.

د اقليم ساتني د غونډې پر مهال د هیوادو مشرانو ټينګار وکړ چې د نړۍ د تودوخې لوړوالی، سېلابونه، وچکالي او نورې طبيعي پېښې د انسانانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

که څه هم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځينو اقليمي تړونونو مخالفت وکړ، او دا یې بې ځایه پیسې مصرفول وبلل،خو د اروپايي هېوادونو، افريقايي اتحاديې او د اسيا د ګڼو مشرانو ملاتړ څرګند کړ چې د نوي پروژو او ګډو مالي مرستو له لارې به د کاربن د کموالي هڅې پياوړې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل، که هېوادونه په ګډه کار ونه کړي، د راتلونکي نسلونو ژوند به له خطر سره مخ سي.