د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ایراني پولیسو له خوا د افغان ځوان سید مهدي د وهلو ټکولو په غبرګون کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر چلند د «پښه دې له ستوني ليرې کړه» کمپاين پيل کړی او سختې نیوکې یې کړې دي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ایراني پولیسو له خوا د افغان ځوان سید مهدي د وهلو ټکولو په غبرګون کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر چلند د «پښه دې له ستوني ليرې کړه» کمپاين پيل کړی او سختې نیوکې یې کړې دي.

ځینو دغو کاروونکو پولیسو او ایراني اتباعو ته پر اېکس او فیسبوک پاڼو کې لیکلي: «نن موږ سرګردانه یو، سبا به ستاسو یوه ډله سرګردانه وي.

دغه کاروونکي وايي، ایران چې له افغانستان وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري، نه ښايي چې داسې «بې عدالتي» روا وګڼي.

سید مهدي، یو افغان ځوان چې د خپلوانو په وينا يې د نه اورېدو ستونزه هم لري، د دوشنبې په ورځ د ایراني پولیسو له خوا افغانستان ته د ستونولو پرمهال شکنجه او ووهل سو.

دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو او د افغان سیاستوالو او چارواکو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د «جبري اېستلو» لړۍ چټکه کړې ده.