د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني په کابل کي د چین هیواد سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره د واخان دهلېز او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبري کړي دي.
ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغه لیدنه کي د ټولګټو وزارت سرپرست د چین سفیر ته وویل چي افغانستان او چین یوله بل سره اوږدمهاله ټولنیزي، اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا اړیکي به دوام ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخي، دواړو لور د واخان دهلیز (وریښمنو لاري) په اړه چي افغانستان له چین سره نښلوي هم خبري او هراړخیز بحث وکړ.
د ټولګټو وزارت سرپرست وايي، په دغه ناسته کي د افغان ټرانس پروژې په اړه خبري وسوې چي د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د مرکزي اسیا هیوادونه د افغانستان له لاري له جنوبي اسیا هیوادونو سره نښلوي.